ژبه

کرزى : امريکا دې د ترهګرو په نامه د افغانانو له وژنې لاس واخلي

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په هوايي بريد کې د ملکي وګړو وژنه غندلې او له امريکا يې غوښتي چې د ترهګرو په نامه د  افغانانو له وژلو لاس واخلي.

د ځايي اوسېدونکو او چارواکو په وينا، امريکايي ځواکونو وړمه ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د علمياتو پر مهال پر ملکي وګړو بمبار کړى چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو امريکايي ځواکونه  دملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني او وايي چې دوى وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي د هسکې مېنې پر پېښې خپله ژوره خواشيني او اندېښنه څرګنده کړې ده.

حامد کرزي له ترهګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې د افغانانو پر کليو او بانډو بريدونه او د ملکي خلکو وژنه د بشر ضد جنايت او د ټولو نړيوالو اصولو او موازينو خلاف عمل بللى دى.

هغه يو ځل بيا د امريکا د متحده ايالاتو له حکومت څخه غوښتي چې له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه له افغان وژنې لاس واخلي. 

login or register a new account.