ژبه

د کونړ ولايت لپاره  د داعش امير هوايي بريد کې وژل شوى

کابل  (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې د کونړ ولايت لپاره د داعش وسله والې ډلې مشر په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.

په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوايي بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ د کونړ پر چپې درې ولسوالۍ ترسره شوى.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې هوايي بريد کې د کونړ لپاره د داعش مشر عبدالرحمن له درېيو نورو داعش قوماندانانو سره وژل شوى دى.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ويلي چې د عبدالرحمن له وژل کېدو سره داعش ته يوه بله ضربه ورسېدله.

د هغه په وينا، د هغه له وژل کېدو سره داعش ته دا پيغام ورکړل شو چې دوى په افغانستان کې هېڅ خوندي ځاى نه لري.

د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې هم په کونړ ولايت کې د يوه هوايي بريد له امله په افغانستان کې د داعش مشر ابو سعيد وژل شوى و.

 

login or register a new account.