ژبه

کوېټه کې ځانمرکي برید د اتو پاکستاني سرتېرو په ګډون ۱۵ کسان وژلي

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټې ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د اتو پاکستاني سرتېرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې دغه ځانمرګى بريد پرون له ماښام وروسته د کوېټې ښار د پشين ولسوالۍ د موټرو د تم ځاى تر څنګ د پوځ د موټرو پر کاروان شوى دی.

عيني شاهدانو ويلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د نږدې کورونو او دفترونو ښیښې يې ماتې کړې او ګڼ شمېر موټر يې هم سوځولي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ځانمرګي بريد کې د اتو سرتېرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او تر ٢٥ زيات ټپيان دي.

سيمه ييزو چارواکو ويلي چې ټپيان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو یې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

login or register a new account.