کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق وايي چې د افغانستان تر څنګ پاکستان هم د ترهګرۍ ښکار دى او بلخوا یې په امنيتي او سياسي کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاريو ټينګار وکړ.
محقق دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له خوا نیول شوي وو، وکړې.
په یادو مراسمو کې د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د سرحدونو او کډوالو چارو وزيرانو، د ملي شورا لسګونو غړو، د سياسي او جهادي ګوندونو مشرانو، د سولې عالي شورا مشرانو او غړو، د مدني ټولنې غړو او په کابل کې مېشتو پاکستاني وګړو برخه اخيستې وه.
دغه راز د خيبر پښتونخوا ايالت د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ له کوزې پښتونخوا هم يوه پلاوي او په کابل کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړی و.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق چې په دې مراسمو کې ځانګړى مېلمه و، د افغانستان د حکومت او خلکو له اړخه د پاکستان حکومت او خلکو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه.
نوموړي د افغانستان او پاکستان تاريخي، فرهنګي او مذهبي اړيکو ته په اشارې سره وويل، څومره چې پاکستانيان د مشرق له شاعر علامه اقبال سره مينه لري، همدومره یې افغانان هم ورسره لري.
محقق د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال د مرستو او د ميليونونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله له پاکستان مننه وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((افغانان به هېڅکله د پاکستان دا مرستې او همکارۍ هېرې نه کړي.))
د اجرائيه رياست دويم مرستيال وويل چې ځينې سيمه ييزې او نړيوالې دسيسې د افغانستان او پاکستان پر اړيکو ناوړه اغېزه کړې ده او دواړه هېوادونه بايد د دې دسيسو مخه ونيسي.
محمد محقق وويل چې افغانستان او پاکستان دواړه د نړيوالې ترهګرۍ ښکار شوي، له همدې امله د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سوء تفاهم رامنځته شوى او د وروڼو هېوادونو ترمنځ يې اړيکې ترينګلې کړې دي.
هغه د کابل وروستيو خونړيو پېښو ته د اشارې پر مهال له نړيوالو او ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د دوى غږ واوري.
نوموړي وويل چې د افغانستان تر څنګ پاکستان هم له ترهګرۍ ډېر زيانمن شوى او دواړه هېوادونه یې بايد په ګډه پر ضد مبارزه وکړي.
login or register a new account.