کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): ولسمشر اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستيالې غوښتي چې د افغانستان امنيتي اندېښنې د دغه هېواد له نوي مشرتابه سره مطرح کړي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې تهمينې جنجوعه سره په کتنې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، مېرمن جنجوعه د خپل هېواد د مشرتابه نیکې هیلې ولسمشر غني ته وړاندې کړې او له ولسمشره یې مننه وکړه چې د ليدو فرصت يې ورکړ.
ولسمشر غني د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو تر څنګ ډيورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو باندې د ترسره شوو راکټي بریدونو په اړه اندېښنې مطرح کړې او له هغې یې وغوښتل چې دغه اندېښنې د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.
د يادونې ده، د پاکستان د سترې محکمې له خوا مخکنی لومړی نوازشريف د فساد له امله له دندې لرې کړ او د پاکستان پارلمان شاهد خاقان عباسي د لومړي وزير په توګه وګوماره.
ولسمشر په ياده ليدنه کې څرګنده کړه، پاکستان باید د لندن غونډې له موافقې سره سم عملي او اساسي اقدامات وکړي او دغه بهیر دې له هره پلوه یو درېیم اړخ په بې پرې توګه وڅاري چې له تمې سره سم د دواړو هېوادونو په ګټه نتیجه ترلاسه شي.
څو مياشتې مخکې د افغانستان د ملي ا منيت سلاکار حنيف اتمر په لندن کې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز سره د ليدنې پر مهال دستونزو د هواري لپاره هوکړه کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له ولسمشر غني څخه په مننې وویل، هېواد یې د سیمې د امنیت په اړه اندېښنه لري.
هغې زياته کړې، د افغانستان مطرح شوې اندېښنې به د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.
ولسمشر اشرف غني په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ ته په اشارې وویل، د ښه او بد ترهګرۍ ترمنځ باید هېڅ توپير ونه شي؛ ځکه دا د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره یو ګډ جدي خطر دی او د تروریستي ډلو فعالیتونه د ټولو په تاوان دي
login or register a new account.