ګردېز (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه٩٦): په پکتيا کې د برېښنا د وېش شبکه پرانيستل شوه او په لومړي پړاو کې به په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې اتلس زره کورونو ته برېښنا ورکړل شي.
مسوولين وايي چې پکتيا ته د برېښنا ورکولو درې پړاوونه درلودل، چې دوه يې بشپړ شوي او درېيم او وروستی يې هم د شبکې فعالول و، چې عملاً يې کار پيل شو.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د برېښنا د فعالېدو کابو ٪۹۰ چارې تر سره شوې او هڅه يې دا ده چې تر ژمي پورې د ګردېز اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.
دى زياتوي: ((برېښنا درې پړاوونه لرل، اول يې تر ګردېزه د کېبل رارسېدل او وصل کېدل و، دويم سب سټېشن جوړېدل او دا دواړه په خير بشپړ شول او اوس درېيمه برخه د برېښنا د عملي وېش ده، چې هغه مو هم پرانيستله او تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به ان شاءالله ټاکل شوي اتلس زره کورونه برق ولري.))
د پکتيا د برېښنا رييس انجنير اصف نيازی وايي، د برېښنا فعالولو له شرکت سره د ۲۰۱۸ کال تر وروستيو پورې قرارداد شوی او د برېښنا د وېش چاره به هم په ښه کيفيت تر سره کوي.
ده زياته کړه، په راتلونکي کې به د کورونو شمېر او ساحه کرار، کرار زياتيږي، څو چې د ولايت ټولو برخو ته برېښنا ورسيږي.
هغه زياته کړه: ((شاوخوا شل ميليونه ډالره لګښت پرې راځي او ان شاءالله زرګونه کورونه به روښانه شي؛ د برېښنا د انتقال ستونزه يواځې په لوګر کې پاتې او ژمنه راکړل شوې، چې تر راتلونکو درې مياشتو پورې به هغه ستونزه حل شي.))
عام خلک او سوداګر هم د برېښنا راتلو ته ډېر خوښ دي او وايي چې دا د مثبت بدلون او پرمختګ په لوري لوی ګام دی.
د ياد ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي، له برېښنا سره به سوداګري وغوړيږي او پانګونې او داخلي توليداتو ته به ښه زمينه برابره شي.
عالميار وويل: ((دا ډېره ګټوره او مهمه پروژه ده او ډېرې اقتصادي او ټولنيزې ګټې لري، زموږ د پکتيا اکثرو سوداګرو په نورو ولايتونو او ان دوبۍ او ځينو نورو ځايونو کې پانګونه کوله، دوی ويل چې په پکتيا کې برېښنا نشته او که ځان ته برېښنا برابروي، ډېر لګښت يې کېږي؛ دا واقعا لويه ستونزه وه او له دې سره به حل شي او د سوداګرۍ د پراختيا ډېر امېدوار يو.)) You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.