ګردېز (پژواک، ٣ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.
د تندر ٢٠٣ قول اردو وياند ډګروال فضل خدا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شپې له ٢ بجو راهيسې پر جاني خېلو ولسوالۍ هوايي او ځمکني عمليات پيل شوي او تر سهار ٧ بجو يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې جاني خېل ولسوالي له وسله والو مخالفينو پاک شوه.
هغه زياته کړه، د ولسوالۍ مرکز، بازار، شاوخوا سيمې او دوه هغه لوړ ځايونه چې ډېرې ستونزې يې راولاړولې، امنيتي ځواکونو نيولي دي.
د ده په خبره، په دې عملياتو کې مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې ورته نه دى معلوم.
تردې مخکې، نن سهار د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې د دې وزارت د وياند تورن جنرال دولت وزيري له قوله راغلي و چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ کې د تندر ٢٠٣ قول اردو د قوماندان په مشرۍ د تېرې شپې له دوو بجو راهيسې د ملي اردو تصفيوي عمليات پيل شوي، چې د وروستيو ګزارشونو له مخې د ملي اردو ځواکونه ولسوالۍ ته دننه شوي دي.
ده زياته کړې، تراوسه پورې د جګړې په ډګر کې ٨ جسدونه ليدل شوي دي.
د هغه په وينا، د دې لپاره چې په دې عملياتو کې هېوادوالو ته زيان وانه وړي او له بلې خوا دا چې سيمه په ماينونو فرش شوې، دفاعي او امنيتي ځواکونه په ډېر دقت او همغږۍ سره عمليات مخ ته وړي.
خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
دا ولسوالۍ کابو دوه اوونۍ وړاندې طالبانو نيولې وه، تر دې څو ورځې مخکې يې هم سقوط کړى و، خو دولت بېرته تر خپل واک لاندې راوسته.
login or register a new account.