څلورم تعقیب - کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پر يوې تکيه خانې بريد تر څلورو ساعتونو وروسته د لسګونو کسانو په مرګ ژوبلې پای ته رسېدلی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي چې نن يوه بجه او شل دقيقې څلورو وسله والو د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا څلورلارې سره د "امام زمان" پر تکيه خانې وسله وال بريد کړى دى.
هغه زیاته کړه، بریدګرو په جومات کې تر چاودنو وروسته ډزې کړي او څلور ساعته له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل وو.
د ده په وینا، په دې برید کې ١٤ تنه وژل شوي او ٣٨ ژوبل دي.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دې پيښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۵ تنه ټپیان وو.
د عامې روغتيا وزارت د اړيکو مسوول محمد اسماعيل کاووسي پژواک ته وويل، تر ماښامه پورې روغتونونو ته ۲۰ مړي او تر ۴۵ زیات ټپیان ور وړل شوي وو.
د هغه په خبره، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
ويل کېږي چې د دغې پېښې مسووليت داعش ډل منلى دى.
login or register a new account.