ژبه

ولسمشر : د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د سېمې په هېوادونو کې یو بېلګه ده

کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۶): ولسمشر اشرف غني وایي، چې ترهګر د خپلو بادارانو په لمسون تل عام وګړي وژني او جنایتونه کوي.

څلورو وسله والو نن ترغرمې وروسته په شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل ښار د یوولسمې حوزې اړونده د خیرخانې سیمې  د امام زمان پر جومات ډله ییز برید کړی و.

د کورنیوچارو او عامې روغتیا وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان دي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه  کې راغلي، چې  ترهګرو نن یوځل  بیا د خدای په کور جومات کې پر لمانځه ولاړ عامو عبادت کوونکو برید وکړ او خپل رذالت یې ثابت کړ.

سرچینې زیاته کړې، هغه جنایت کارو ترهګرو ته به د خپلو اعمالو سزا ورکول شي چې د کابل په قلعه نجارا سیمه کې یې د امام زمان په جومات تروریستي برید سره زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپیان کړل.

ولسمشر ویلي، تروریستي ډلې پوهېږي چې ورځ تر بلې له ماتې سره مخ دي، هڅه کوي عام وګړي، د عبادت سپیڅلي ځایونه او د لمونځ کوونکو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه او قرباني کړي چې هر ځل د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت ځواب سره مخ او نابود شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د سېمې په هېوادونو کې یو بېلګه ده چې هیڅ ترګره ډله به د تروریستي بریدونو له لارې هغه ته زیان ونشي رسولی. د افغانستان حکومت د اسلامي نړۍ له علماوو غواړي چې د تروریستانو د دغه دین ضد کړنو پر ضد خپله کرکه څرګنده کړي، تر څو مسلمانان د امن په فضا کې عبادت وکړای شي. 

 جمهوررئیس محمداشرف غني په سختو ټکو د دغې تروریستي پېښې د غندلو پر مهال ټینګار وکړ چې تروریستانو ماته خوړلې ده او هیڅکله به په دغسې دین ضد او بشري ضد ناوړه بریدونو سره خپلو موخو ته ونه رسېږي. هغوی باید پوه شي چې هر ځای کې وي د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا به په نښه او د تل لپاره به نابود شي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع