کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۶) : د افغانستان او پاکستان د پوځ مشرانو په تاجکستان کې د لیدنې پرمهال د یوه ګډ کاري ګروپ پر جوړولو خبرې کړې دي.
د پاکستان پوځ دعامه اړیکو له دفتر څخه د وږي په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه پرون دتاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د څلورو هیوادونو د پوځي مشرانو د څلور اړخیزې غونډې په څنډه کې د یوې غیر رسمي لیدنې پر مهال شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دترهګرۍ پر ضد د همغږدۍ دمیکانیزم په دې څلور اړخیزه غونډه کې د چین، افغانستان، پاکستان اوتاجکستان پوځي مشرانو برخه اخیستې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې ددې غونډې په څنډه کې دافغانستان د پوځ مشر جنرال شریف یفتلي او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه ترمنځ غیر رسمي خبرې وشوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو پوځونو ترمنځ د یوه ګډ کاري ډلې پر جوړولو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګډه کاري ډله به ددواړو هیوادونو ترمنځ د اندیښنو لرې کولو لپاره په پوځي او حکومتي کچه ګډ کار او وړاندیزونه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ویلي، چې د افغان کډوالو بیرته ستنیدل او دسرحد دامنیت ټینګولو سره په سیمه کې امنیت راتلی شي.
login or register a new account.