جده (پژواک، ۶ وږی ۹۶): د سعودي عربستان حکومت د کابل ښار د امام زمان پر جومات هغه برید وغانده چې په ترڅ کې یې لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.
په دغه برید کې چې د تېرې جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال وشو، په ترڅ کې یې ۲۲ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
سعودي عربستان دغه برید په کلکه غندلی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له خوا د وږي په ۵مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په دغه ستر غم کې له افغان حکومت او افغانانو سره ځان شریک بولي.
سعودي ویلي چې دوی له افغانستان سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې اوږه په اوږه ولاړ دي.
پر امام زمان جومات د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
login or register a new account.