ژبه

اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د منځګړتوب وړاندیز کړی

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦) : د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره د درېيمګړتوب وړانديز کړی دی.

له ارګه د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار پلازمېنه استانه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې تر منځ پر دوامدارو اړیکو او د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ترکیې ولسمشر وویل، هېواد یې له افغانستان سره تاریخي او اوږدمهاله اړیکې لري.

نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو د ستراتیژۍ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه ترکیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو ده.

اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره خپل تیاری وښود او زیاته یې کړه، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.

ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو د همکارۍ د چمتووالي او په ځانګړي ډول د سولې له بهیره د ملاتړ له امله د ترکیې له ولسمشر څخه په مننې د دواړو هېوادونو پر ملګرتیا او ښو اړیکو ټینګارو کړ.

هغه زياته کړه، د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي روښانه او جامع ده. هغه څرګنده کړه، د دې ستراتیژۍ په اعلان سره په سیمه کې فرصت رامنځته شوی او له دغه فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي.

ولسمشر وویل، افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی او له پاکستان سره هر اړخیزه مذاکراتو ته چمتو دی.

هغه ټینګار وکړ چې اوسنی حالت باید بدلون وکړي او په سیمه کې له موجوده شرایطو څخه د سولې او ثبات په برخه کې استفاده وشي.

ولسمشر غني تروریزم د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره ستر ګواښ وباله او د دغې شومې پدیدې پر وړاندې یې پر ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.