ژبه

ولسمشر او اجراييه رييس د مېرمن ډوپري مړينه لويه ضايعه وبلله

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦):  ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله دامريکايي محققه لرغونپوهه مېرمن نانسي ډوپري په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

امريکايۍ محققه، لرغونپوه او تاريخ پوه نانسي ډوپري د نوي کلونو په عمر تېر شپه په کابل کې ساه ورکړې ده.

مېرمن نانسي ډوپري چې د خپل عمر له نيمايي زياته برخه (۵۳) کاله یې په افغانستان کې په تحقيق، اکاډميکو څېړنو، د افغانستان په توريزم کې تېر کړي وو د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ يې هم په افغانستان کې وې.

ولسمشر اشرف غني د هغې د مړينې په مناسبت د نوموړې کورنۍ، همکارانو او د افغانستان د تاريخ او فرهنګ ټولو مينه والو ته تسليت ويلى دى.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي: "په تاسف سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د کلتور او تاريخ لويه خدمتګاره مېرمن نانسي ډوپري د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او له فاني دنيا یې رخصت واخيست."

نوموړي د يادې مېرمن مړينه يوه ضايعه بللې ده .

ده ويلي: "مېرمن ډوپري به افغانستان خپل اصلي کور باله او وصيت يې کړى و چې د خپل مېړه د قبر په خوا کې دې په کابل کې خاورو ته وسپارل شي. دې د ناروغۍ په وختونو کې هم بهتره وبلله چې په کابل کې پاتې شي او همدلته ىې ساه ورکړه."

د  افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د مېرمن دوپري پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده او د هغې مړينه يې لويه ضايعه ګڼلې ده.

له بلې خوا په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر سفير هوګو لارِنس د نانسي ډوپري پر مړيني خواشيني څرګنده کړې ده.

په هغې خبرپاڼه چې په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک ته رارسېدلې، ډوپري د امريکايي ټولنې يوه نامتو څېره وه چې د څو لسيزو لپاره يې په افغانستان کې ژوند وکړ. له دغه هېواد سره د مېرمن ډوپري د مينې او د هغه د فرهنګ او تاريخ په برخه کې د نوموړې د خدمتونو ياد به د تل لپاره ژوندی پاتې وي.

سفير زياته کړې: "راتلونکي نسلونه به هغه د متحده ایالاتو او افغانستان د ټينګو اړيکو او کلکې ملګرتيا د غوره بېلګې په توګه يادوي. موږ به د مېرمن ډوپري د خدمتونو د درناوي په پار، زموږ د دواړو ملتونو تر منځ د ورورلۍ د اوږدمهاله اړيکو د رامنځته کولو د ګډې موخې لپاره هڅه او هاند وکړو."

نانسي ډوپري په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتي منبع د مرکز بنسټ هم ايښی، د افغانستان په توريزم، د باميانو، کابل، مزارشریف او د نورو سيمو پر تاریخ یې پنځه کتابونه هم ليکلي دي.

login or register a new account.