کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وږي مياشتې ١٨ نېټې د امنيت ټينګښت په اړه د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او په دغه ورځ يې د بېځايه ډزو کولو په اړه خپګان څرګند کړ.
دوه ورځې وړاندې په ګړنديو موټرو کې سپرو سلګونه کسانو چې په منځ کې يې وسله وال کسان هم تر سترګو کېدل، د برهان الدين رباني د حکومت دفاع وزير او جمعيت اسلامي د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د وژنې په شپاړسمه کاليزه کې په کابل ښار کې تګ-راتګ وکړ.
د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغو کسانو له ډلې يې د يو شمېر وسله والو په هوايي ډزو کې خلکو ته زيان اوښتى او دا کار د دوى د ځورېدو لامل شوى دى.
د ١٠١ اسمايي زون قوماندان وايي چې د يادو کسانو په هوايي ډزو او ترافيکي پېښو کې ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند ويلي چې په دې تړاو يې ١٢ کسان نيولي دي.
د ملي يووالي حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله، د امنيتي ځواکونو له لوري د يادې ورځې د امنيت ټينګښت په اړه ستاينه کړې، خو په دغه ورځ يې شوي هوايي ډزې غندلې دي.
نوموړي نن د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل: "د هغو خلکو نارامول چې ځانونه زموږ په غم او درد کې شريک بولي؛ د توجيې وړ نه دي."
اجراييه مشر په دې ټينګار وکړ چې په راتلونکي کې نه غواړي چې د دا ډول پېښو شاهد ووسي.
عبدالله د وزيرانو شورا په ناسته کې زياته کړه چې د وږي مياشتې په ١٨ مه نېټه د احمدشاه مسعود د پلويانو له لوري هوايي ډزې د خلکو وضعيت ته د نه پاملرنې په معنا دي.
هغه دغه راز هيله څرګنده کړه چې بايد په راتلونکي کې له دا ډول وضعيت څخه د مخنيوي په موخه تدابير ونيول شي.
هغه وويل، د هوايي ډزو له امله د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي ټپيان شوي هم دي، خو په دې اړه يې کره شمېره په ډاګه نه کړه.
د هېواد اجراييه مشر زياته کړه چې احمدشاه مسعود د ګډوډۍ او هوايي ډزو پر وړاندې ډېر حساسيت درلود او په دې اړه به يې په خپله هم ګام پورته کاوه.
login or register a new account.