کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې؛ ځکه چې دغه کار د افغانستان په ګټه نه دى.
د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال دغه څرګندونې د وږي په ٢١مه په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو خبرو اترو د دويم پړاو د ((دوه اړخيزه پخلاينې چانسونو او ننګونو)) تر عنوان لاندې کنفرانس ته د وينا پر مهال کړې دي.
په کنفرانس کې د افغان سفير تر څنګ د ولسي جرګې غړو سيد اسحاق ګيلاني، ميرويس ياسيني، د محاذ ملي ګوند مشر پير سيد حامد ګيلاني، د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر انوارالحق احدي، د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير او ډاکتر فاروق اعظم هم برخه اخيستې وه.
دغه راز په کنفرانس کې يو شمېر پاکستاني سياستوالو، د ملي شورا غړو او د مدني ټولنې استازو ګډون درلود.
د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ويلي، افغانستان به هېڅکله له هندوستان سره په ګډه پاکستان ته زيان ونه رسوي.
هغه زياته کړې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ بې باوري سخته زياته شوې او د بې باورۍ دا فضا بايد له منځه يووړل شي.
زاخېلوال وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ستونزې شته چې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې کړى شي.
د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي دغه کنفرانس ته ويلي چې د پاکستان امنيت د افغانستان امنيت او ثبات پورې تړلى دى.
د هغه په وينا، پر کوم درېيمګړي هېواد د تکيه کولو پر ځاى بايد دواړو هېوادونه د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.
ډاکټر زاخېلوال ويلي چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د يواځې کولو هڅه نه ده کړې؛ ځکه چې دغه کار د افغانستان په ګټه نه دى.
نوموړي زياته کړې: ((موږ بايد د يو بل خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى ولرو.))
د افغانستان سفير وايي، پاکستان بايد د افغانستان او هندوستان اړيکو ته په مثبت نظر وګوري، افغانستان به هېڅکله له هند سره په ګډه پاکستان ته د زيان رسولو هڅه ونه کړي.
login or register a new account.