کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦) : اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله وايي، د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې به د داعش ډلې پر ضد بنسټيز اقدامات وشي.
له اجراييه رياست څخه د وږي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله نن د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ د تورې بوړې سیمې له ځينو قومي مشرانو سره ولیدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې لومړی د تورې بوړې سیمې قومي مشرانو خپلې ستونزې له اجرائيه ريیس سره شریکې کړې او ویې ویل، له دې سیمې څخه څلور زره کورنۍ بې ځایه شوي؛ خو تر اوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.
هغوی زياته کړې، دمګړۍ د دوی زياتره کلي د داعش په ولکه کې دي او له حکومته غواړي چې په پچیر اګام ولسوالۍ کې دې د داعش د له منځه وړلو او د سیمې د چاڼ کولو لپاره عملیات وکړي.
یادو قومي مشرانو په خپله سیمه کې د ډېر شمېر سیمه ییزو پولیسو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چمتو دي چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ګډه د داعش ځپلو لپاره همکاري وکړي.
عبدالله د پچیراګام ولسونو ته د داعش له لوري په اوښتي زیان خواشیني وښوده او ویې ویل، په امنیت شورا کې به په دې اړه بحث وکړي او ژر به د داعش له ولکې څخه د یادې ولسوالۍ د خلاصون په اړه عملیات وشي.
هغه زياته کړه، حکومت د مخالفانو په ځانګړي ډول د داعش ځپلو لپاره پوره چمتووالی لري.
د ده په وينا، حکومت له داعش څخه د سیمو پاکولو او خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو په بېرته ستنولو کې اساسي اقدامات کوي.
اجراييه رييس د وزیرانو شورا د دارلانشاء رئيس بریالي ارسلايي په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې ننګرهار ته سفر وکړي او د بې ځایه شوو کورنیو تر جاج اخیستو وروسته، ورسره اړینې مرستې وکړي.