کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د هند لومړي وزير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې ويلي چې ډيلى د افغانستان په تړاو پر خپلو کړو ژمنو لاړ دى.
د صلاح الدين رباني او نريندرا مودي تر منځ دا ليدنه پرون په نوي ډيلي کې ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې چې نن خپره شوې، راغلي چې د هند د ملي امنيت شورا سلاکار هم په دې ليدنه کې د خپل هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي سره ملتيا کوله.
سرچينې زياته کړه چې په دې ليدنه کې صلاح الدين رباني د هندوستان له مرستو او همکاريو مننه وکړه.
وروسته د هند لومړي وزير په افغانستان کې د خپلو پراختيايي پروژو يادونه وکړه او وويل چې هېواد يې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دى..
نوموړي د افغانستان لپاره دامريکا له نوې پاليسۍ هم هرکلى وکړ.
صلاح الدين رباني د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو دغه ستراتيژي ته په اشارې سره د جابهار د عملياتي کېدو په اړه د افغانستان د لېوالتيا يادونه وکړه چې د لومړي وزير د تاوده هرکلي سبب شوه.
په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور تړونونه هم لاسليک شوي دي.
login or register a new account.