کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د ملي تحريک مشر محمد اسماعيل يون په اروپا کې له مېشتو ځوانانو وغوښتل چې تر لوړو زده کړو وروسته د خدمت لپاره خپل هېواد ته ستانه شي.
د کابل پوهنتون استاد او د ملي تحريک مشر محمد اسماعيل يون دغه څرګندونې د اروپايي هېواد بلجيم په پلازمېنه بروکسل او ځينو نورو ښارونو کې مېشتو افغانانو سره د ليدنو پر مهال کړې دي.
په بروکسل کې د افغانانو د يوې ټولنې غړي شان پاچا شينواري د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې استاد يون له ځوانانو، سياسي مشرانو، د مدني او خيريه ټولنو له غړو سره وليدل.
هغه زياته کړه چې نوموړي په بلجيم کې مېشتو افغانانو ته د افغانستان د وروستيو سياسي، اقتصادي او امنيتي حالاتو په اړه معلومات ورکړل.
شان پاچا وايي چې دغه راز په بلجيم کې د مېشتو افغانانو استازو محمد اسماعيل يون ته خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
د ملي تحريک مشر په دې ليدنو کې په اروپا کې له مېشتو ځوانانو وغوښتل چې له لوړو زده کړو وروسته د خپل ولس او هېواد د خدمت لپاره هېواد ته ستانه شي.
د هغه په وينا، که څه هم په هېواد کې دننه به ستونزې وي، خو ځوانان بايد تر يوې مودې پورې دا ستونزې وزغمي ، څو هېواد پخپلو پښو ودريږي.
يون وويل چې دغه ځوانان د افغانستان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کولى شي او له حکومت څخه يې هم وغوښتل چې له دوى څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز د ملي تحريک مشر په اروپا کې د افغانانو له خيريه ټولنو مننه وکړه چې تل يې له خپلو بې وزلو هېوادوالو سره مرستې کړې دي او له هغوى يې وغوښتل چې دې مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.
هغه له افغانانو وغوښتل چې له نړيوالو ادارو، سفارتونو او نورو ټولنو سره دې په اړيکه کې و اوسي او د افغانستان مثبت انځور هغوى ته وړاندې کړي.
نوموړي وويل چې په بلجيم کې د مېشتو افغانانو ستونزې او وړانديزونه يې له ځان سره اخيستي دي او په دغه هېواد کې له افغان سفارت او په کابل کې به له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره يې شريکې کړي.
په بروکسل کې د افغانانو د يوې ټولنې غړي شان پاچا شينوارى وايي چې په بلجيم کې مېشتو د افغانانو بېلا بېلو ټولنو استاد يون ته د (دويم پاچاخان) لقب ورکړ.
دغه راز په بلجيم کې مېشتو افغانانو له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د سفارتونو له لارې دې د افغانستان ملي ورځې ولمانځي څو ځوانان او ماشومان د خپل هېواد له فرهنګ سره اشنا شي.
په پاى کې د ملي تحريک د مشر محمد اسماعيل يون لخوا عبدالحکيم شينوارى په بلجيم کې د تحريک د مشر په توګه وټاکل شو.
دى وايي، ټاکل شوې ده، چې د ملي تحريک مشر نورو اروپايي هېوادونو ته هم سفرونه وکړي او له دې هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره وګوري.