کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): په کابل کې د افغانستان، ناټو او پاکستان په ګډه پوځي غونډه کې د داعش پر ضد د ګډو اقداماتو او د ډيورنډ پولې پر امنيت خبرې وشوې.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا غونډه وړمه ورځ په کابل کې جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې له درې واړو لورو د تورن جنرالانو په کچه پوځي مشرانو برخه اخيستې وه.
جنرال وزيري وويل چې په دې غونډه کې افغان لوري پر کونړ ولايت د پاکستاني ځواکونو د بريدونو او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اغزن سیم غځولو په اړه شکايت وکړ او هغوى يې د دغو کارونو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت وياند وايي چې پاکستاني لوري هم خپل دلايل وړاندې کړل او ادعا يې کوله چې دغه کار یې پر ډيورنـډ پوله د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوى په موخه کړى.
د نوموړي په وينا، پاکستاني لوري په دې اړه ژمنې وکړې، خو له دې مخکې یې کله هم ژمنې نه دي عملي کړي.
جنرال وزيري وويل چې له غرمې مخکې د افغانستان، پاکستان او ناټو تر منځ درې اړخيزه او وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخيزه پوځي غونډې وشوې.
بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل په درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان شپږ کسيز پلاوي ګډون کړى و.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې درې واړو لورو د داعش د له منځه وړلو هوډ څرګند کړ او پر ګډو همکاريو يې ټينګار وکړ.
په خبرپانه کې راغلي چې له افغانستان سره په دوه اړخيزه غونډه کې د بنديانو پر تبادلې هم خبرې شوې دي.
login or register a new account.