ژبه

د تورخم په چاودنه کې اوه افغانان ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۹۶) : په تورخم کې د یوې چاودنې له امله د اوو افغانانو په ګډون دولس تنه ټپیان شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د وږي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه د ډیورنډ پورې غاړې تورخم کې ددروازې په سل مترۍ کې دا چاودنه نن غرمه په یوه بجه شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې په یاده پيښه کې اوه تنه افغان مسافرین ټپیان شوي وو، چې په تورخم کې یې درملنه وشوه.

د والي ویاند وویل، چې تر دې چاودنې وروسته پاکستانیو ځواکونودروازه وتړله او هلته بند پاتې شویو افغانانو ته د ننګرهار ولایت د مسوولینو لخوا د شپې پاتې کیدو اسانتیا برابره شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وایي، چې له یادې پيښې کلینک ته اوه ټپیان ور وړل شوي وو، چې څلور یې تر درملنې وروسته رخصت شول.

بلخوا پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې په دې چاودنه کې پنځه پاکستاني سرحدي ساتونکي ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي، چې تر چاودنې وروسته د تورخم دروازه دنامعلومو مودې پورې تړل شوې ده.

 

login or register a new account.