ژبه

د يمن حوثي وسله والو پر مکې مکرمې ښار د بريد ګواښ کړى

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان پر مکې مکرمې ښار د توغندويي بريد ګواښ کړى دى.

حوثيان د يمن د حکومت خلاف له تېرو څو کلونو راهيسې وسله واله مبارزه کوي، خو د سعودي په مشرۍ د يو شمېر هېوادونو د ايتلاف د یمن د حکومت ملاتړی دی.

بلخوا بیا حوثي وسله والو ته ايران وسلې او پيسې ورکوي.

د سعودي ايتلاف له خوا په يمن کې د حوثيانو پر مرکزونو هوايي بريدونه هم کېـږي چې له امله يې تر اوسه زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يمن د حکومت د مخالفې وسله والې ډلې حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي تر خپلې واکمنۍ لاندې سيمو کې فعاليت کوونکي تلويزيوني چينل المسيره سره په يوه تازه مرکه کې ويلي، داسې توغندي يې ترلاسه کړي چې د سعودي د مکې ښار په نښه کولى شي.

د مکې مکرمې په حرم شريف کې د خداى کور کعبه او نور مقدس اماکن دي چې تر دې مخکې هم حوثيانو پرې د توغندويي بريدونو هڅه کړې وه، خو د سعودي له خوا يې توغندي په هوا کې له منځه وړل شوي وو.

د حوثيانو مشر دغه راز ويلي چې د دوى توغندي د سعودي پلازمېنه رياض، متحده عربي امارات او په سره بحيره کې د سعودي د تېلو ټانکرونه په نښه کولى شي.

د يادونې ده، تېر کال هم حوثي باغيانو پر مکمې مکرمې د بريد هڅه کړې وه چې د نړۍ د مسلمانانو له خوا یې پر وړاندې کلک غبرګون وښودل وشو.

د افغانستان د اجرائيه رياست سلاکار حکمت ساپى وايي چې پر مکې مکرمې بريد به پر ټولې اسلامي نړۍ بريد وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د نړۍ ټول مسلمانان له مکې مکرمې او سعودي عربستان څخه دفاع ته چمتو دي.

خو حکمت ساپى وايي چې پخوا هم د ابرهه له خوا پر مکې د بريد هڅه شوې وه چې د الله تعالى له خوا له منځه يووړل شول.

login or register a new account.