کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۹۶) : پاکستاني مذهبي عالم او د طالبانو ملاتړ کوونکی مولانا سمیع الحق ویلي، د امریکا یا هند لخوا د تیري په صورت کې به د افغانستان طالبان به په کلکه د پاکستان ترشا ودریږي.
مولانا سمیع الحق چې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مذهبي ډلې او د حقانیه دار العلوم مشر دی، دغه څرګندونې امریکا غږ ډیوه راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه ته چې د افغان طالبانو روحاني پلار هم ویل کیږي، په دې مرکه کې ویلي، چې د افغان طالبانو ټولو مهمو مشرانو او قوماندانانو دهغه په مدرسه کې زده کړې کړې دي.
مولانا سمیع الحق ویلي، چې د افغانستان د ټولو علماوو او طالبانو درې ورځنۍ غونډه په افغانستان کې شوې چې پکې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره نوې اعلان شوې تګلاره وارزول شوه.
نوموړي ادعا کړې ده، چې په دې غونډه کې د افغان طالبانو مهمو مشرانو او عالمانو برخه اخیستې وه.
هغه ویلي، چې دیادې غونډې پریکړه لیک ده ته استول شوې چې پکې په ډاګه اعلان شوی، چې د امریکا یا هند لخوا پر پاکستان د تیري په صورت کې به افغان طالبان د پاکستان ترشا دریږي.
مولانا سیمع الحق زیاته کړې، طالبان د امریکا په ضد جګړې ته سخت لیواله دي او که چیرې امریکا پر پاکستان بریدوکړي، نو دوی به دپاکستان لپاره هره قربانۍ ورکوي.
نوموړي پر پاکستانیو طالبانو نیوکه کړې او هغوی ته یې چرسیان ویلي دي. هغه زیاته کړې : (( پاکستاني طالبان چرسیان هغوی د خپل هیواد په کیسه کې نه دي. ))
مولانا سمیع الحق د پاکستان له پوځ څخه غوښتي دي، چې د افغان طالبانو ددغه اعلان هرکلی وکړي.
دافغانستان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان دغه دیني عالم په داسې حال کې د افغان طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې چې د امریکا او افغان حکومتونو په ګډون نړیوالې ټولنې تل پاکستان د افغان طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی.
د امریکا د ولسمشر په نوې تګلاره کې هم ویل شوي،چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او په دغه هیواد کې د ترهګرو مرکزونه فعال دي.
login or register a new account.