کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ويلي چې جګړې د هېواد په شمال کې قومي بڼه خپله کړې ده.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ګوند مشر يادې څرګندونې پرون د بلخ ولايت له يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره په کابل کې د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه بلخ کې د سولې او امنيت په ټينګښت خبرې وشوې.
د حزب اسلامي مشر وويل جنګ په شمال کې قومي بڼه غوره کړې او ولس يوې کوچنۍ ډلې يرغمل کړی دی.
حکمتيار په دې ليدنه کې زياته کړې، هغه کسان چې واک مغرور کړي او بد مستي کوي، بايد په خپلو سیاستونو له سره کتنه وکړي او له غلطو لارو را وګرځي. خو نوموړي د چا نوم وانه خيست.
هغه ويلي، روان دردناک حالت ژر بدلېدونکی دی او هيله يې دا ده چې ډېر ژر په بلخ او ټول هېواد کې د سولې، امن او عدالت شاهدان و اوسي.
ګلبدين حکمتيار زياتوي، دښمن غواړي چې فتنې را ولاړې کړي او افغانان په خپلو منځونو کې وجنګوي.
د هغه په وينا، په هېواد کې روانه جګړه د پرديو له لوري پر افغانانو تپل شوې او ځيني افغانان د جګړې د دوام لپاره استخدام شوي او نه غواړي چې دلته سوله راشي.
د حزب اسلامي مشر وويل، د جنګ غوښتونکو او وطن پلورونکو شمېر ډېر کم دی، اکثريت ملت سوله غواړي او د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د دريځ ننګه او ملاتړ کوي.
حکمتيار څرګنده کړه: ((موږ د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو خواوو سره کتلي او ورته ويلي مو دي چې راځئ ماضي هېره کړو او د هېواد ابادۍ او سوکالۍ ته مټې را ونغاړو.))
حکمتيار دا هم وويل، له چا څخه د غچ اخيستلو اراده نه لري، ټولو ته يې د ورورۍ لاس غځولی او د بحران د افغاني حل غوښتنه يې کړې او په دې هکله خپلې هڅې جاري ساتي.
حکمتيار له ټولو مطرحو سياسي ګوندونو او شخصیتونو وغوښتل چې رادې شي د يو بل پر ضد د ایتلافونو له جوړولو دې ډډه وکړي، پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته دې لاره هواره کړي او د ټاکنو پايلو ته غاړه کېږدي.
login or register a new account.