ژبه

تازه خبرونه
پکتیا کې سيمه ييزو پوليسو يو ښوونکى وژلى

ګردېز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو يو ښوونکی د هغه په کور کې وژلی او د کورنۍ دوه نور غړي يې ټپيان کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياد پوليس د ښوونکي جان محمد کور ته د شپې د غلا لپاره اوښتي وو، خو کله چې ياد ښوونکی پرې راويښ شوی، نو پر ډزو يې وژلی او د هغه زوی او وراره يې ټپيان کړي دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې له پېښې وروسته د ملي اردو سرتېري سيمې ته ورغلي او د پوليسو له اړوندې پوستې څخه يې ياد کسان نيولي او امنيې قوماندانۍ ته يې سپارلي دي.

نوموړی وايي چې دې پوليسو د معلم جان محمد له کوره يوولس زره (۱۱۰۰۰) پاکستانۍ کلدارې او درې زره (۳۰۰۰) افغانۍ هم وړې دي.

ده زياته کړه: ((دا اربکيان د شپې د معلم صېب کور ته ور اوښتي وو، معلم جان محمد پرې راويښ شوی او حتمن به يې خبره سره اوښتي وي، نو هغوی ډزې پرې کړې، استاد يې وژلی او د هغه زوی او وراره يې ټپيان کړي دي.))

د زرمت امنيه قوماندان سمونوال محمدعارف مجاهد هم پېښه تاييدوي او وايي چې په تور يې درې تنه سيمه ييز پوليس نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((تېره شپه په اورياخېلو کې يوه پېښه رامنځته شوې، عاملين يې نيول شوي او د پېښې د پوره جزئياتو او معلوماتو لپاره څېړنې روانې دي.))

ويل کېږي چې شاوخوا څلوېښت کلن جان محمد له تېرو څو کلونو راهيسې د حبيب الله زرمتي لېسې ښوونکی او په سيمه کې يې په ښه نوم او اخلاقو شهرت درلود.

د يادې لېسې زده کوونکي د خپل ښوونکي په مرګ ډېر خواشيني دي او وايي چې په ډېره مينه به يې دوی ته زده کړه ورکوله.

د عبدالله په نوم د نهم ټولګي يوه زده کوونکي وويل: ((ډېره ښه استاد و، کوم شاګرد به يې چې درس ته راپاڅاوه نو غږ به يې پرې کاوه چې هله لالا جګ شه درس ووايه؛ ډېر ښه استاد او ډېر ښه سړی و.))

login or register a new account.