کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): ملي دفاع وزارت وايي، دغه وزارت د ولسمشر هغه فرمان چې له مخې یې د ملي اردو مسوولين په سياسي ګوندونو او سازمانونو کې له غړيتوب منعه شوي، د اجرا وړ بولي او سرغړوونکي به له دندو ګوښه کړي.
تورن جنرال دولت وزيري دغه خبرې پژواک خبري اژانس ته وکړې او ویې ويل چې افغان وسله وال ځواکونه د افغانستان له خلکو جوړ شوي او د افغانستان د اساسي قانون د ارزښتونو ساتونکي دي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان د اساسي قانون د ١٥٣ مادې له مخې، قاضيان، څارنوالان، د وسله والو ځواکونو صاحب منصبان، پوليس او د ملي امنيت منسوبين نه شي کولى چې د دندې پر مهال د ګوندونو او سياسي سازمانونو غړيتوب ولري.
دولت وزيري وويل چې د هېواد وسله وال ځواکونه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشر تر امر لاندې چې د وسله والو ځواکونو سر اعلى قوماندان هم دى، کار کوي او د هغه تر لارښوونه لاندې خپلې دندې ته چې له استقلال، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت نه دفاع ده، دوام ورکوي.
وياند زياته کړه چې ملي اردو په خپلو ليکو کې هېڅ ډول سياسي ميلان نه مني او له خداى، وطن او دندې پرته چې د دغو ځواکونو شعار دى، کوم بل فکري خط نه تعقيبوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په درې ماده ييز حکم کې ويل شوي چې قاضيان، څارنوالان، د وسله والو ځواکونو صاحب منصبان، پوليس او د ملي امنيت منسوبين نشي کولى چې د دندې پر مهال د ګوندونو او سياسي سازمانونو غړيتوب ولري.
د جنرال وزيري په خبره، ملي دفاع وزارت خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي چې له هر ډول قومي، ژبنيو، سمتي او مذهبي تعصباتو نه پاکه ملي اردو جوړوي، هغه کسان چې په سياسي او شخصي توګه تعصباتو ته لمن وهي، د ملي اردو له ليکو به ويستل شي.
login or register a new account.