کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ویلي چې پر ایران پلان شوی برید یې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو په غوښتنه ځنډولی او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي خبرې روانې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې له تهران څخه د سولې د یوې نوې طرحې له ترلاسه کولو وروسته یې پر ایران د پلان شوي برید د درولو امر کړی؛ خو امریکايي ځواکونه به د خبرو د ناکامېدو په صورت کې د پراخ برید ترسره کولو ته چمتو وي.
هغه ویلي چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشرانو ترې غوښتي چې برید ودروي؛ ځکه داسې هوکړې ته د رسېدو امکان شته چې د امریکا او سیمې د هېوادونو لپاره د منلو وړ وي.
ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «که وکړای شو له سخت بمبار پرته هوکړې ته ورسېږو، ډېر به خوشحاله شم.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تایید کړې چې د تهران نظرونه د پاکستان له لارې امریکا ته رسول شوي دي.
یوې پاکستانۍ سرچینې هم ویلي، اسلاماباد، چې په وروستیو اوونیو کې یې د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه لېږدولي، د ایران تازه وړاندیز واشنګټن ته رسولی؛ خو د خبرو بهیر لا هم ستونزمن دی.
له دې سره سره، ایراني چارواکو د ټرمپ له څرګندونو وروسته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د امریکا هر ډول نوي برید ته د ځواب ویلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.