ژبه

افغانستان او پاکستان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي له خپلې پاکستانۍ سيالې سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

کرزي د وږي په ٢٨مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونـډې په څنډه کې يې پرون شپه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې مېرمن تهمينې جنجوعه سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې وکړې.

دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو  د کلنۍ غونـډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سرداراصف له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې ليدنه کې مېرمن جنجوعه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړى دى.

هغې زياته کړې چې حکومت يې له افغانستان سره د خپلو اړيکو پراختيا ته ژمن دى او په دې برخه کې بايد دواړه هېوادونه ګډ کار وکړ.

مېرمن تهمينې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره د ليدنې پر مهال د افغان شخړې پر غير نظامي حل لارې ټينګار کړی دی.

هغې زياته کړې چې د افغانستان شخړه يوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدلى دى .

login or register a new account.