ژبه

امريکا افغانستان ته درې زره نور سرتېري رالېږي

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): تر اوږده ځنډ او انتظار وروسته د امريکا دفاع وزير افغانستان ته د درې زره نورو سرتېرو لېږلو اعلان وکړ.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن له تېرو څو مياشتو راهيسې د نورو سرتېرو لېږلو غوښتنه کوله، خو د امريکا حکومت ويل چې له خپلو ملکي او پوځي سلاکارانو سره په دې اړه مشورې کوي.

د  امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره مياشت د افغانستان په اړه د خپل حکومت د نوې تګلارې د اعلان پر مهال له افغانستانه د سرتېرو د نه ايستلو اعلان وکړ، خو دا يې په ډاګه نه کړه چې افغانستان ته به نور څومره سرتېري لېـږي.

د دغه هېواد د دفاع وزير جيمز ماټيس پرون په دفاع وزارت کې خبريالانو ته وويل چې حکومت يې افغانستان ته د درې زره نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

هغه زياته کړې چې دغه سرتېري به د افغان ځواکونو د روزنې تر څنګ په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو پر ضد مبارزه کې هم ونډه اخلي.

د يادونې ده، په ٢٠١٤ کال کې د ناټو او امريکايي ځواکونو جګړه ييز ماموريت په افغانستان کې پاى ته رسېدلى دى.

خو امريکا د القاعدې او ځينو ترهګرو ډلو پر وړاندې ځانګړو عملياتو ته دوام ورکړی او په دې موخه يې په افغانستان کې څه باندې اته زره سرتېري ساتلي وو.

login or register a new account.