ژبه

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ملګرو ملتونو نيوکه کړې چې له خپلو واکونو سره سم کار نه کوي او په دې نړيواله اداره  کې يې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ټرمپ لومړى ولسمشر و چې تېره شپه د ملګرو ملتونو د ٧٢مې عمومي کلنۍ غونډې يو ځانګړي بحث ته يې وينا وکړه، خو پر دې ادار يې ځينې نيوکې هم وکړې.

هغه زياته کړه چې ملګري ملتونه دې د بيروکراسۍ پر ځاى باید د خلکو ستونزو هوارولو په اړه عملي اقدامات وکړي.

د نوموړي په وينا، د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي او بشري کارونو کې د ملګرو ملتونو له خوا د ترسره کېدونکو ډېرو فعاليتونو مالي لګښت امريکا ورکوي او نيوکه يې وکړه چې نور هېوادونه په دې برخه کې فعاله ونډه نه اخلي.

ټرمپ ويلي: ((د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې چې د ملګرو ملتونو له خوا د امنيت، سولې او بشري مرستو په برخو کې چې کوم لګښتونه کېږي، يواځې امريکا يې ٢٨،٥ سلنه لګښت ورکوي چې دا له انصاف څخه لرې  کار دى.))

د امريکا ولسمشر د ملګرو ملتونو له نوي سرمنشي انټونيو ګوټريس څخه وغوښتل چې په دې نړيواله اداره کې يو لړ اصلاحات رامنځته کړي.

د هغه په وينا، امريکا چې د کومو موخو لپاره ملګرو ملتونو ته لګښتونه ورکوي، د هغې پايلې نه ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو له نوي سرمنشي انټونيو ګوټريس په خپله وينا کې ومنله چې د ځينو اداري پېچلتياوو له امله يې لاسونه تړلي او په ازاده توګه سم کارونه نه شي کولى.

د يادونې ده، د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ يو پلاوى هم نيويارک ته رسېدلى دى.

ټاکل شوې ده، سر له نن څخه د هېوادونو ولسمشران ، لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران د خپلو هېوادونو په استازيتوب دې غونډې ته وينا وکړي.

login or register a new account.