کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير د امريکا د ولسمشر له مرستيال او د ترکيې له ولسمشر سره پر افغان شخړې خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه ليدنې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډو کې کړې دي.
د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عباسي د امريکا له مرستيال ولسمشر مايک پينس سره د ليدنې پر مهال د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغان مسئلې خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، دواړو لورو مواقفه وکړه چې پر افغان مسئلې به خبرو اترو ته دوام ورکوي څو ورته د حل یوه لاره پيدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې موخه به راتلونکې مياشت د امريکا يو لوړپوړى پلاوى اسلام اباد ته سفر وکړي.
تر يادې ليدنې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمينې جنجوعه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې لومړي وزير پينس د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په اړه له خپل غبرګون څخه خبر کړ.
د يو بل خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر عباسي د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره هم پر افغان مسئلې خبرې کړې دي.
راپورونه وايي چې د ترکيې ولسمشر او د پاکستان لومړي وزير پر دې موافقه کړې چې د افغانستان شخړه بايد د خبرو اترو له لارې هواره شي.
دغه راز دوى پرېکړه وکړه چې د افغانستان، ترکيې او پاکستان ترمنځ درې اړخيزې ناستې دې يو ځل بيا پيل شي.
login or register a new account.