ژبه

د افغانستان لپاره د امريکا سفير له سنا څخه رايه  ترلاسه کړه

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦) : د امريکا مشرانو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان لپاره کانديد شوي سفير جان باس ته د منظورۍ رايه ورکړه.

ولسمشر ټرمپ تېره مياشت  جان  باس د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته د منظورۍ لپاره لېږل و.

د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون پرون د رايو په اتفاق سره جان باس ته  د باور رايه ورکړه او په افغانستان کې د امريکا د سفير په توګه يې منظور کړ.

باس اوسمهال په ترکيه کې  د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کوي.

هغه تر دې مخکې په جورجيا، عراق، ايټاليا، بلجيم او چاد هېوادونو کې د سفير او نورو ديپلوماتيکو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

د امريکا نوي سفير تېره اوونۍ د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته ويلي وو، دوى نه غواړي چې له افغانستانه په بشپړ وتلو سره دغه هېواد له ګواښونو او خطرونو سره مخ شي.

هغه زياته کړې: ((موږ بايد په افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې او هڅې وساتو او دا نه شو برداشت کولى چې له افغانستانه له وتلو وروسته دغه هېواد له خطرونو سره مخ شي.))

د امريکا نوي سفير دغه راز ويلي، دوى نه شي کولى له اعلان شوو تګلارو څخه د خپلې خوښې پايلې ترلاسه کړي.

نوموړي د ولسمشر ټرمپ د تېرې مياشتې وينا ته په اشارې سره ويلي چې امريکا به هېڅکله د شته ننګونو پر وړاندې له مقابلې پر شا نه شي.

د باس په وينا، د خپل هېواد او  ولس امنيت دوى ته تر ټولو مهم دى.

هغه زياته کړې: ((که چېرې د سنا له خوا مې د باور رايه ترلاسه کړه؛ نو د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له خوا اعلان شوې تګلاره به تعقيبوم.))

login or register a new account.

ورته موضوع