کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره پر سولې او ا منيت خبرې کړې دي.
د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د وږي په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه (ټوېټر) کې ليکلي چې نن يې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.
هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې يې له نوموړي سره د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو د سولې ، امنيت او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
زاخېلوال د دې ليدنې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
بلخوا د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ له مشر جنرال باجوه سره په ځانګړې توګه پر امنيتي موضوعاتو خبرې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، دواړو خواوو د اړيکو د ښه کولو لپاره پر ګډو همکاريو ډاډ څرګند کړ.
د يادونې ده، تېره مياشت د افغانستان د سېلاب قول اردو قوماندان پېښور ته د سفر پر مهال له خپلو سيالو پوځيانو سره ليدلي وو.
دغه راز تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ عملياتي قوماندان کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان د دفاع وزارت او ناټو پوځي مشرانو سره ليدلي وو.
login or register a new account.