کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د ناټو سرمنشي، د افغانستان لپاره د امريکا د نوې تګلارې هرکلى وکړ او ويې ويل چې د امريکا نوي سرتېري به د اړتيا پر مهال ځاى پر ځاى کېږي.
د ناټو سرمنشي جينز سـټولټنبرګ دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې له يوې امريکايي رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر د نوې تګلارې هرکلى وکړ.
هغه زياته کړه چې تر سړې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د ناټو غړو هېوادونو دفاعي لګښتونه زيات کړي چې مثبتې پايلې يې لرلې دي.
نوموړي د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ او ويې ويل چې امريکا به د ځمکنيو حالاتو په کتلو سره په بېلابېلو سيمو کې به خپل نوي سرتېري ځاى پر ځاى کړي.
ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې اعلان شوې تګلاره کې د ترهګرو د ماتې ورکولو اعلان کړى و خو د نوو سرتېرو شمېره يې نه وه په ډاګه کړې.
خو د امريکا د دفاع وزير جيمز ماټيس وړمه ورځ اعلان وکړ چې دوى به افغانستان ته درې زره نور سرتېري ولېږي.
بلخوا په بروکسل کې د ناټو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرمنشي جينز سټولټنبرګ به په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
سټولټنبرګ ويلي: ((ملګري ملتونه او ناټو په ګډه د افغانستان او عراق په اړه له نږدې کار کوي او ناټو د ملګرو ملتونو له سوله ييزو فعاليتونو ملاتړ کوي.))
login or register a new account.