کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۶) : د ملي لوبغاړي راشد خان په مشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې د کورني کرکټ د سترو سیالیو شپږیزې اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، نن دبند امیر په اتلولۍ سره پای ته ورسیدلې.
د شپږیزې سیالیو پای لوبې ته د راشد خان د بند امیر او د محمد نبي د مس عینک لوبډلو لاره موندلې وه، د پای لوبې پچه د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر راشدخان وګټله او دتوپوهنې پریکړه یې وکړه.
بند امیر په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۵۸ منډې جوړې کړې او سیالې ډلې ته یې د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ. د دوی له لوري جاویداحمدي ۵۵ ، حضرت الله ځاځی ۳۵ او شاهدالله۲۲ منډې جوړې کړې.
د مس عینک له لوري ظاهر خان یو ځل ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز د دوی له لوري محمد نبي۲ ، نوین الحق او دولت ځدران یو یولوبغاړی وسوځول.
د مس عینک لوبډلې سخته مقابله وکړه او لوبه یې تر اخري اووره پورې یې ورسوله، په وروستي اوور کې دوی ته ۱۲ منډې پکار وې او لوبغاړي یې هم ډیر پاتې وو، هو د بند امیر دزمبابوبوی لوبغاړي چتارا ډیره ښه توپ اچونه وکړه او مس عینک ته یې اجازه ورنکړه، چې ۱۲ منډې ترلاسه کړي، هغوی یواځې اته منډې جوړې کړې.
دغه راز د مس عینک لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۵۴ منډې جوړې کړې ، دبند امیر دالوبه د څلورو منډو په توپیر سره وګټله او ددې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
اصغر ستانکزی ددې سیالیو غوره توپ وهونکی، د زمبابوې چتارا غوره توپا چوونکى ، ظاهر خان ځوان غوره توپ اچوونکی او کریم خان صادق ددې سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.
د پای په مراسمو کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کورنیو سرپرست چارو وزیر ويس احمد برمک ، د ولسمشر ستر سلاکار اکرم خپلواک، په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ډاکتر عمر حضرت زاخیلوال ، د ملي شورا غړو، نورو دولتي چارواکو، دکرکټ بورډ مشرانو او د شپږیزې لوبډلو مالکانو برخه اخیستې وه.
د پای لوبې نندارې ته تر لسو زرو زیات مینه وال راغلي وو او د خپلې خوښۍ لوبدلو تشویق کولو.