کابل (پژواک، ٢ تله ٩٦): د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د خلکو په ګڼه ګوڼه سیمو کې د تېلو د غير معياري پمپونو شتون له خطره ډک وباله او ټينګار يې وکړ چې دولت او خصوصي سکتور بايد په دې برخه کې ګډ کار وکړي.
د ولسمشر اشرف غني د حکم او د وزیرانو شورا له مصوبې سره سم د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان په مشرۍ د تېلو پمپونو او نفتي زېرمو د څېړنيز کمېسیون غونډه وکړه.
د اجرائیه ریاست د دويم مرستيال له مطبوعاتي دفتر څخه د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې د سوداګرۍ او صنایع، کورنیو چارو وزارت او د ملي ستندرد او د چاپېریال ساتنې ادارو، د سوداګرۍ خونې استازو او د تېلو پمپونو د اتحادیې استازو برخه اخیستې وه.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د کابل ښار د تېلو غير معياري پمپونو او نفتي زېرمو د مخنيوي په اړه خبرې وشوې.
د کمېسیون مشر او د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان پانګه والو ته د پانګونې زمينه برابرول د دولت له مسوولیتونو وبلل او زیاته يې کړه چې پانګه وال هم باید شته معیارونه په نظر کې ونیسی او د خلکو مصونیت ته پاملرنه وکړي.
هغه په روان جنګي حالت کې له خلکو څخه په ډکو سیمو کې د غیر معیاري پمپ ستېشنونو شتون له خطر ډک وباله او زياته يې کړه چې دولت او خصوصي سکټور باید په ګډه د دغې ستونزې د حل په موخه هڅې وکړي.
د سوداګرۍ خونې د بهرنيو اړیکو مشر اذرخش حافظي په دې برخه کې شته فساد ته په اشارې سره وويل چې هېواد ته بې کيفيته تېل واردېږي چې له يوې خوا د هوا د ککړتيا او له بلې خوا د نقليه وسايطو د له منځه تلو لامل ګرځي.
حافظي پر سټنډرد اداره غږ وکړ چې د بې کيفيته تیلو له واردولو مخنیوی وکړي.
نوموړي همدا رنګه زیاته کړه چې د ټسټ بيه په ټن پنځه ډالره ده چې د نورې نړۍ په پرتله ډېره زیاته ګڼل کېږي.
د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزي له دولت سره په اصلاحاتو کې د مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د غير معیاري پمپ ستيشنونو په معیاري کولو کې به له دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
په پای کې د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه چې په ګډه سره د پمپ سټېشنونو ستونزې او د معیاري کېدو پر وړاندې یې پراته خنډونه وڅېړي او د حل په موخه يې د روانې میاشتې تر وروستیو پورې بشپړ اقدامات تر سره کړي.
login or register a new account.