ژبه

ډاکتر عبدالله د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ

کابل  (پژواک، ٢ تله ٩٦): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې رڼې، سراسري او ولس منلې ټاکنې پر سیاسي او امنیتي بهیر مثبتې اغېزې لري.

له اجرائيه رياسته د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله دغه څرګندونې د سوېلي اسیا هېوادونو د ټاکنیزو بنسټونو له مسوولینو، کارپوهانو او استازو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، د سوېلي اسیا د ټاکنيزو بنسټونو مسوولین او استازي د یادو هېوادونو تر منځ د پرله پسې اتمې ناستې لپاره کابل ته راغلي چې تر راتلونکو درېیو ورځو به دوام ورکړي.

د دغو بنسټونو د ناستو رهبري سږ کال افغانستان ته سپارل شوې او ناسته به يې هم په کابل کې ترسره کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نجیب الله احمدزي په دې ناسته کې وویل چې دوی به د یادو بنسټونو تر منځ‌ د ناستې کوربانه وي او هیله لري چې له دغه ډول یو ځانګړي فرصت څخه د خپل بنسټ د کارونو د بهترۍ لپاره ګټه پورته کړي.

اجرائیه ريیس عبدالله د سوېلي اسیا د ټاکنیزو بنسټونو له مسوولینو سره په نننۍ لیدنه کې وویل‌ چې دغه ډول ناستې د اړوندو هېوادونو تر منځ‌ د ټولیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه،‌ دا ناسته په خورا مهم وخت کي‌ جوړېږي؛ ځکه افغانستان په راتلونکو دوو کلونو کې‌ د ولسوالیو شوراګانو او پارلمان او په تعقیب يې د ولسمشرۍ ټاکنې لري او اړینه ده‌ چې د ټاکنو د ښې ترسره کېدنې لپاره د سوېلي اسیا هېوادونو له تجربو برخمن شي.

login or register a new account.

ورته موضوع