کابل (پژواک، ٥ تله ٩٦): په کابل کې د امريکا سرپرست سفير د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتيار سره د سولې د پروسې او راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د تلې په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ځانګړي شارزدافير، سرپرست سفير هوګو لاورنس تېره ورځ د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره په کابل کې وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې سفير لاورنس د ملي يووالي له حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه تاريخي بلل شوې او يو ځل بيا يې له دغه تړون سره د امريکا د متحدو ايالتونو ملاتړ اعلان کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، امريکايي سفیر په افغانستان کې د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ د سولې د يو پراخه او هراړخيز بهير پر اړتيا ټينګار کړی دی.
د امريکا سفارت ويلي، سفیر لاورنس د سولې او ډيموکراسۍ په اړه د حکمتيار د څرګندونو هرکلى کړى او بشري حقوقو، د بيان ازادۍ او اساسي قانون ته پر درناوي يې ټينګار کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د باور وړ، پراخې او رڼې ټاکنې د ټولو افغانانو او په افغانستان کې د مېشتو قومونو د سولې او هوساينې د ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره خورا زياتې مهمې دي.
د يوبل خبر له مخې، په کابل کې د امريکا سرپرست سفير هوګو لارنس د ملي يووالي حکومت د اجراييه رييس له مرستيال، محمد محقق سره په ليدنه کې وويل:" په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالاتو د ماموريت وخت ددغه هېواد پر شرايطو پورې اړه لري، د ترهګرۍ تر بشپړې له منځه تلو او پوره امنيت رامنځ ته کېدو پورې به امريکا د افغان ملت په څنګ کې پاتې شي. "
لارنس له ترهګرۍ سره د جګړې او له طالبانو سره د سولې بهير په اړه وويل:" د طالبانو ترهګره ډله بايد پوه شي چې د جګړې له لارې به امتياز ترلاسه نه کړي او بايد د سولې د ټاکنې په اړه فکر وکړي؛ له دې پرته به هېڅ ځاى خوندي نه وي. "
محمد محقق د افغانستان د امنيت، بيا رغونې او پراختيا په خونديتوب کې د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريکا متحدو ايالاتو له ملګرتيا مننه وکړه او ويې ويل:" په افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړل، د نړۍ د ټولو هېوادونو او ټولو لوريو د نظر اجماع او ملګرتيا ته اړتيا لري."
login or register a new account.