ژبه

پاکستان: د شوروي پر ضد د امريکا لاسپوڅی جوړېدل زموږ ستره تېروتنه وه

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٦): پاکستان وايي، د شوروي پر ضد د افغان جهاد ملاتړ کولو سره يې ستره تېروتنه کړې وه.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف امريکا ته د سفر پر مهال په نيويارک کې د (اسيا ټولنې) يوې غونـډې ته کړې دي.

هغه زياته کړه: ((په ١٩٨٠ زېږديز لسيزه کې د شوروي پر ضد د امريکا لاسپوڅى جوړېدل، يوه داسې تېروتنه وه چې تر اوسه پاکستان ترې کړېږي.))

خواجه اصف ويلي چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې برخې اخيستلو سره د پاکستان غلطه پرېکړه وه، له پاکستان څخه ګټه واخيستل شوه او بيا يې لته ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هغه مهال د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جهاد کلک ملاتړ کړى او دې ته يې د (جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) نوم ورکړى و.

نوموړي د افغانستان اوسنۍ ستونزې ته په اشارې سره وايي چې دا ستونزه نظامي حل لاره نه لري، بايد د خبرو اترو له لارې هواره کړى شي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړې چې هېواد يې په بشپړه توګه د افغان شخړې مسوول نه دى، افغانستان په خپله بايد خپله ستونزه هواره کړي.

خواجه اصف د سرحدونو پر امنيت زور راوړى او له افغان حکومت يې غوښتي چې دې مسئلې ته زياته پاملرنه وکړي.

نوموړي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد د زياتو اقداماتو کولو په اړه  د امريکا او نورو هېوادونو غوښتنه سمه وبلله.

هغه ويلي چې پاکستان کې شته امنيتي ستونزې د شوروي اتحاد او امريکا تر منځ تر سړې جګړې وروسته را پيدا شوې دي.

خواجه زياته کړې: ((له موږ څخه هم تېروتنې شوې، خو يواځې زموږ ملامتول له انصاف څخه لرې ده، امريکا د شوروي اتحاد پر ضد په جګړه کې تر برياليتوب وروسته له دې سيمې پښې سپکې کړې چې بايد يې داسې نه واى کړي.))

د هغه په وينا، د امريکا تر وتلو وروسته له دې سيمې دوزخ جوړ شوى او اوس ټول په کې سوځېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع