ژبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه کابل ته راځي

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٦) : د پاکستان د پوځ مشر د يوه لوړ پوړي پوځي پلاوي په مشرۍ له افغان چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راځي.

په کابل کې يوې دولتي سرچينې د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه به له  ولسمشر اشرف غني او نورو ملکي او پوځي چارواکو سره د دواړو هېوادونو  ترمنځ د اړيکو ښه کولو او سولې په اړه  خبرې اترې وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي له قوماندان جنرال  جان نېکولسن سره هم  ګوري.

د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې تر اعلان وروسته دا لومړى لوړ پوړى پاکستانى چارواکى دى، چې کابل ته سفر کوي.

د ا مريکا ولسمشر په دې اعلان شوې تګلاره کې ويلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه اوس هم شته او له دې ځايه په افغانستان کې پر افغان او نړيوالو ځواکونو بريدونه کوي.

سرچينې وايي چې د پاکستان دپوځ مشر  او افغان چارواکي له طالبانو سره د سولې پر موضوع او په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو ( ټي ټي پي) پر ضد پر اقداماتو هم خبرې اترې کوي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال ولسمشر اشرف غني يو ځل بيا له پاکستان سره د خبرو اترو او ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې وړانديز کړى و.

خو هغه داهم ويلي چې دا د پاکستان لپاره د خبرو اترو وروستى او مهم چانس دى او که چېرې دا خبرې اترې ناکامۍ شوې، نو د پاکستان په زيان به  تمامې شي.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د ولسمشر په ځواب کې د ملګرو ملتونو غونډې ته ويلي وو  چې دوى نه غواړي افغان جګړه خپل هېواد ته ولېږدوي.

د يادونې وړ ده  چې پرون د پاکستان د لومړي وزير او د پوځ  د مشر په ګډون په اسلام اباد کې د ملي امنيت شورا غونډه شوې وه چې پکې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغان سولې او له افغانستان سره پر خبرو اترو او اړيکو هم بحث شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع