ژبه

د امريکا پر يوه کنسرت بريد کې ٥٩ کسان وژل شوي تر ٥٠٠ زيات ټپيان دي

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٦) : د امريکا د لاوس ويګاس ښار پر يوه کنسرټ وسله وال بريد کې ٥٩  تنه وژل شوي او تر ٥٠٠ زيات ټپيان دي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى، چې دا پېښه په ځايي وخت د شپې په شاوخوا لسو بجو هغه مهال وشو، کله سلګونه کسان په يوه کنسرټ کې ګډون کړى و.

عيني شاهدان ويلي، چې د کنسرټ ترڅنګ له يوه لوړ پوړې ودانۍ څخه وسله والو کسانو د کنسرټ پر ګډونوالو ډله ييز بريد کړى دى، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د لاس ويګاس د پوليسو مشر جوزف لومبارډو په يوه خبري کانفرانس کې ويلي، چې دوى تر اوسه نه شي ويلى، چې بريدګر يو تن و، که ډېر کسان و.

هغه زياته کړه، چې له بريد سره سم پوليس او نور امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او يو تن بريدګر يې وژلى دى.

د پوليسو دغه مشر په دې پېښه کې د ښځو په ګډون د ٥٩ کسانو د وژل کېدو او تر ٥٠٠ ټپيانو خبر ورکړى.

په لاس ويګاس ښار کې د روغتونونو سرچينو ويلي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي د اندېښنې وړ دى او کېداى شي د مړو شمېره لوړه شي.

تر اوسه ددې بريد مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.