ژبه

ډنمارک افغانستان ته ۵۵ نور سرتېري را لېږي

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٦): د ډنمارک دفاع وزارت ویلي چې افغانستان ته ۵۵ تازه دمي سرتېري رالېږي.

د دغه هېواد د دفاع وزارت وايي چې نوي سرتېري به يې د ناټو د هغو پوځي سلاکارانو په امنيت خوندي کولو کې مرسته کوي چې د افغانستان پوځي اکاډمۍ ته تګ راتګ کوي.

 د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير اندرس سامويوزن هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي، که افغان حکومت خپل واک له لاسه ورکړي دغه هېواد بيا د ترهګرو پر پټنځاي بدلېدای شي.

ټاکل شوې ده دغه ۵۵ ډنمارکي پوځیان د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په کابل کې ځای پر ځای شي.

د يادونې ده، ډنمارک اوسمهال په افغانستان کې ١٥٠ سرتېري لري او په تېرو ١٥ کلونو کې يې ٤٣ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ په ماموريت کې د شاوخوا ٤٠ هېوادونو ١٣ زره سرتېري مېشت دي.

 

login or register a new account.