کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): په کابل کې د امريکا سرپرست سفير د مخه ښې پيغام کې له افغانانو او افغانستان سره پر اوږدمهاله همکاريو ټينګار وکړ.
دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت د ځانګړي شارزدافير سفیر هوګو لارِنس په افغانستان کې د خپلې دندې د پاى ته رسېدو په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه زياته کړې: "زه خپل ځان بختور ګڼم چې په کابل کې د متحده ايالاتو د سفارت د مشرۍ وياړ را په برخه و."
هوګو لارِنس ويلي، په داسې حال کې کابل ته راغلو چې د امريکا دولت د واک د لېږد په پړاو کې و او دوى د سوېلي اسيا لپاره د خپلې نوې ستراتيژۍ د جوړولو هڅه درلوده چې افغانستان يې په سر کې ځای لري او د سيمې هر هېواد په کې د مهم رول څخه برخمن دی.
د نوموړي په وينا، د دغې سټراتيژۍ له مخې، متحده ايالات د افغانستان د حکومت او په ټوله سيمه کې له خپلو شريکانو سره همکارۍ ته ژمن دي څو په افغانستان کې سوله راشي او د هغو ترهګرو امن پټنځايونه له منځه يووړل شي چې دغې موخې ته ګواښ ګڼل کېږي.
د امريکا شارزدافير ويلي: "د نوې سټراتيژۍ په پلې کولو سره موږ ته له افغانستان سره د همکاريو بېساری فرصت په لاس راغلی څو د ولسواکۍ د ټينګښت او پر وخت او باوري ټاکنو د ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه شي چې د خلکو د ارادې ښکارندويه وي."
د هغه په وينا، د خصوصي سکټور پر مشرۍ د پانګونې په پراختيا باندې هم تمرکز لرو چې د تلپاتې اقتصادي ودې او د افغانستان د ځوان کاري ځواک لپاره د لوړ عايد لرونکو دندو د رامنځته کولو لپاره تر ټولو ډاډمنه لاره شمېرل کېږي.
ده زياته کړې: "همدارنګه موږ د خپلو افغان همکارانو تر څنګ کار کوو تر څو حکومتي او خصوصي بنسټونه پياوړي شي؛ د قانون حاکميت ټينګ شي؛ د فساد د ټولو ډولونو سره مبارزه وشي او د روغتيا، پوهنې او جنسيتي برابرۍ په برخو کې د تېرو ۱۶ کلونو لاسته راوړنې زياتې شي او پسې دوام ومومي. "
هغه زياته کړې، تاسو پوهېږئ چې مبارزه په افغانستان کې يوه نوې ښکارنده نه ده او د بشريت د تاريخ په څېر مخينه لري. دا د يوه سرلوړي او زړور ملت کيسه ده چې د غوره راتلونکې لپاره مبارزه کوي.
لارنس ويلي، د افغانانو غوڅ اکثريت داسې معماران دي چې هره ورځ په خپلو لاسونو او د خولو په تويولو سره خپلو زامنو او لوڼو ته د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره، صادقانه کار کوي او زيار باسي.
هغوی د سخت دريځو د يوې وړې ډلې له مخالفت سره مخامخ دي چې د ژوند په ځای مرګ ته درناوی لري او داسې انګېري چې په خپلو تاوتريخجنو کړنو او بې مانا ورانکاريو سره به خپلو ناولو موخو ته ورسېږي.
خو د هغه په وينا، د افغان ملت د خير او ښېګڼې ځواک د هغو کسانو په پرتله ډېر پیاوړی دی چې د مرګ او ورانۍ په فکر کې دي. ډاډه اوسئ چې متحده ايالات او د ځمکې د هرې وچې غوڅ اکثريت خلک، د نړۍ ټول ښه انسانان به ستاسو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
login or register a new account.