ژبه

ولسمشر : ځوانو مخترعينو لپاره يو اکاډميک مرکز  جوړوو

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦) :  ولسمشر د هېواد ځوانو مخترعينو سره په ليدنه کې د هغوى لپاره د يو اکاډميک مرکز  جوړولو ژمنه وکړه.

له  ارګ څخه د لړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ولسمشر  محمداشرف غني نن سهار د ځوانو مخترعینو له ډلې سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړۍ  مخترعې الهې د یادې ډلې د موخو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل ويې ویل، دا ډله د جوړېدو له وخته د خلاقو ځوانانو د دفاع او ملاتړ، د تعلیمي فرصتونو د رامنځته کولو او د ځوانانو لپاره د کنفرانسونو، ورکشاپونو او نندارتونونو د جوړولو په برخو کې فعالیت کوي.

هغې زیاته کړه :" موږ هڅه کړې په روان کال کې د نوښت د پېر لوی جشن جوړ کړو او دغه راز د ۱۳۹۶ کال د غوره ځوانانو رول په نوم پروګرام هم تر کار لاندې دی. "

الهې له ولسمشر څخه وغوښتل چې حکومت دې ځوانو مخترعینو ته د یوه اکاډمیک مرکز په جوړولو کې همکاري وکړي.

وروسته عبدالخالق میرزایي وویل :"  زموږ موخه د هېواد د مخترعینو لپاره د واحد چتر جوړول دي. هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې دمخترعینو مالي ملاتړ وشي او حکومت دې مخترعینو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو کې همکاري وکړي او د ځوانانو اختراعاګانې دې تجارتي شي. "

په خبرپاڼه کې په دې کتنه کې د ځوانو مخترعینو د فعالیتونو یو تصویري کلیپ هم نندارې ته وړانډې شو.

ولسمشر مخترعينو سره په ليدنه کې ويلي، چې حکومت به د تحصیل په برخه کې دوى لازم ملاتړ وکړي او د دوى د اختراعاګانو د تجارتي کولو په اړه به خصوصي سکتور سره خبرې وشي.

هغه زياته کړه، د ځوانو مخترعینو د ډلې یو تن کولی شي د بشري قوا عالي شورا په غونډو کې ګډون وکړي.

ولسمشر غني د ځوانو مخترعینو د کار او هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، حکومت په کابل کې د دوى د اختراعاګانو د نندارتون په جوړولوکې همکاري کوي او په کابل پوهنتون یا پولیتخنیک پوهنتون کې به یو اکاډمیک مرکز جوړ شي، ترڅو له ځوانو متشبثینو سره ګډ کار وکړئ.

د دې کتنې په پای کې مخترعینو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د نقاشي شوي تصویر تابلو، جمهورريیس غني ته ډالۍ کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع