ژبه

د ناټو درې سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت درې سرتېري د ماين په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت یوه غړي هېواد جورجيا د دفاع وزارت د ليندۍ په ٢مه اعلان کړى چې دغه سرتېري يې د افغانستان له يوه هوايي ډګر سره نږدې ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې سرتېرو يې د معمول په څېر ګزمه کوله چې د سړک غاړې د ماين چاودنه پرې وشوه.

د دفاع وزارت ويلي چې په دې چاودنه کې يې درې سرتېري ټپيان شوي چې اوس مهال د پروان ولايت د بګرام په پوځي اډه کې تر درملنې لاندې دي.

دغه وزارت وايي چې د ټپي سرتېرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

جورجيا اوس په افغانستان کې ٨٧٩ سرتېري لري، له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د جورجيا ٣٢ وژل شوي او ٢٨٠ نور يې ټپيان شوي دي.

ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع