کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦) : ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ په يوه رسمي سفر ازبکستان ته ځي او له دغه هېواد سره به يو شمېر تړونونه هم لاسليک کړي.
د حکومتي يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر په رسمي بلنه دغه هېواد ته ځي.
سرچينې زياته کړې، په دې سفر کې به ولسمشر د دغه هېواد له ولسمشر شوکت مرزايووف او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړي.
د حکومت دغه سرچينه وايي،د دې سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې يو شمېر تړونونه هم لاسليک شي.
سرچينه زياته کړه، ولسمشر به د ازبکستان د بخارا ښار ته هم لاړ شي او هلته به له اسلامي مرکزونو او سيمو څخه ليدنه وکړي .
بلخوا د ازبکستان رسنيو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په حواله خبر ورکړى چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ولسمشران به پر اوږد مهاله همکاريو، پر يو شمېر سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي .
سرچينې زياته کړې،د دې سفر پر مهال به يو شمېر مهم تړونونه او هوکړه ليکونه هم لاسليک شي.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، بخارا ته د سفر پر مهال به افغان ولسمشر د بخارا پوهنتون محصلينو ته وينا هم وکړي .
د يادونې ده چې ولسمشر اشرف غني درې ورځې مخکې د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه اذربايجان ته سفر کړى و.
login or register a new account.