کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): له وسله والو شخړو او تاوتريخوالو څخه د ماشومانو د ساتنې نوې تګلاره د ملي دفاع وزير او د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال تر منځ لاسليک شوه .
په دفاع وزارت کې د بېلابېلو امنيتي چارواکو په ګډون په دې اړه ځانګړي جوړې شوې غوندې ته په خبرو کې د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي ياده تګلاره د افغان دولت او نړيوالو شريکانو لپاره مهمه وبلله او ویې ويل: ((افغان دولت د نړيوالې ټولنې د فعال غړي په توګه ټولو نړيوالو قوانينو او د بشري حقونو کنوانسيونونو ته ژمن دى، دا بشر پاله پاليسي يې نهايي کړې، څو وپوهېږي چې افغان ځواکونه د جګړې قانون رعايتوي او له شخړو او جګړې د افغان ماشومانو ساتنه کوي.))
د دفاع وزارت د پاليسۍ او ستراتيژي مرستيال احمد تميم عاصي د نوې پاليسۍ په اړه وويل: ((له وسله والو شخړو د ماشومانو ساتنه د بشري حقونو او د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره يو مهم ګام دى.))
د پرېکنده ماموريت قوماندان جنرال نيکولسن هم افغانستان هغه هېواد وباله چې اکثره وګړي يې ځوانان دي او زياته يې کړه: ((موږ د نړيوالو همکارانو په توګه له افغان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارت سره د دې پاليسۍ په پلي کېدو کې همکاري کوو، څو د ماشومانو ارزښتونه وساتل شي.))
د يادونې ده چې دا پاليسي د ملي دفاع وزارت د حقوقو رياست د ملګرو ملتونو له دفتر يوناما سره په همغږۍ په څلورو فصلونو کې طرحه او تدوين کړې ده چې د ملي اردو ټول ملکي او پوځي پرسونل يې پلي کېدو ته ژمن بللي دي.
login or register a new account.