ژبه

په ننګرهار کې درېيو امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): په ننګرهار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درېيو امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر  له خوا د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون په ننګرهار ولايت کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې پېښه کې يو سرتېری وژل شوى  او دوه نور ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

خو سرچينې د پېښې کره ځاى او د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جان نيکولسن پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او د وژل شوي سرتېري کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.

د روان زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي چې ١٥ يې امريکايان دي. 

login or register a new account.