ګردېز (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): په سوېل ختيځ زون کې د تندر قول اردو قوماندان وايي چې د دغه زون په ځینو سيمو کې يې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی یو شمېر وسلې یې هم ترلاسه کړې او له منځه وړې دي.
د دې قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېیو مياشتو راهيسې له دفاعي، تعرضي حالت ته اوښتي او د هوايي ځواک په ملاتړ يې وسله وال سخت ځپلي دي.
.png)
شعور ګل وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال هغه شپږ نظامي هاموې ټانګونه له وسله والو مخالفينو بېرته نيولي چې د جاني خېلو په جګړه کې د هغوی لاس ته ورغلي.
ده وويل چې څلور نور هاموې او دوه رينجر موټر يې د خوست اړوند په موسی خېلو ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.
نوموړي وويل: ((دښمن هڅه کوله چې په جاني خېلو او زرمت ولسواليو کې امنيتي ستونزو ډېرې کړي، خو د افغان اتلو ځواکونو په عملياتو کې درانه تلفات ور اوښتي دي، موږ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي او د هوايي ځواک په حمايه ښه پرمختګونه شوي دي.))
جنرال شعورګل وايي چې د غزني پر اندړ ولسوالۍ هم تر زرو ډېرو وسله والو مخالفینو بريد کړی و او غوښتل يې ياده ولسوالي سقوط کړي، خو د افغان پوځيانو په چټک غبرګون او متقابل بريد کې ډېر تلفات ور واوښتل او پر شا وتمبول شول.
د قول اردو قوماندان زياته کړه چې د غزني پر ګيرو، قره باغ او مقر ولسوالیو سربېره د ميدان وردګو په جغتو، دای ميرداد او جلرېز ولسواليو کې يې هم په بېلابېلو عملياتو کې وسله وال ځپلي او ځينې سيمې يې ترې نيولې دي.
نوموړی د لوګر په ازره کې د داعش د لسو بهرنیو وسله والو د نيولو تر څنګ په پکتيکا کې هم په وروستيو کې د وسله والو د له منځه وړو خبر ورکوي او زياتوي دغلته وسله وال د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی؛ نو ځکه ماینونه خښوي او لارې بندي.
ده وويل: ((په اندړو ولسوالۍ کې له زرو د زياتو وسله والو د بريد په غبرګون افغان اتل ځواکونه چټک ورغلل، د دښمن ۲۵۵ کسان ووژل شول، ۱۶۹ يې زخميان او ۱۱ يې ژوندي ونيول شول.))
د قول اردو چارواکو هغه سپکې او درنې وسلې، ډاډسن موټر، موټر سايکل او نورو مهمات هم پژواک ته وښودل، چې په وروستيو ورځو کې په پکتيا کې له وسله والو طالبانو څخه نيول شوي دي.
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی پژواک ته وويل: ((هوايي عمليات او د وسله والو مخالفينو په بېلابېلو ځايونو او اشخاصو يې بريدونه ډېره ګټه لري، د دې بريدونو له امله د وسله والو ګرځېدل کم شوي او مهم کسان يې په کې وژل شوي دي.))
د يادونې ده چې په وروستيو کې د افغان هوايي او د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي او په بېلابېلو سيمو کې يې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.