ژبه

ډاکټر عبدالله يو ځل بيا پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو پر له منځه وړلو ټينګار  وکړ

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦) : اجراييه رييس وايي، له پاکستان سره د باور فضا رامنځته کولو اساسي اصل له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه او په پاکستان کې د وسله والو د شته مركزونو له منځه وړل دي .

د اجراييه رياست له خوا دليندۍ په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اجراييه رييس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د پارلمان او مدني ټولنو له غړو سره نن په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

سرچينې زياته کړې،د پاکستان د پارلمان، مدني ټولنو او رسنیو استازو راسره د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو، سوداګرۍ په پراختیا، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو په لرې کولو بحث وکړ.

‎هغوی وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي او کوښښ وشي چې د ښه ګاونډیتوب د اصل پر بنسټ اړیکې ښې شي.

‎اجراییه رییس عبدالله وویل چې افغانستان تل له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او دا اړیکې باید پر متقابل احترام، د ښه ګاونډیتوب پر اصل او رښتینې همکارۍ استوارې وي.

‎د هغه په وینا، د دواړو ملتونو ترمنځ د همکارۍ ښه روحیه شته؛ خو باید له دې روحیې څخه د اړیکو د ښه کولو لپاره  استفاده وشي.

‎اجراییه رييس زياته کړه، د اعتماد فضا رامنځته کولو اساسي اصل له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه، په پاکستان کې د وسله والو د شته مركزونو له منځه وړل دي او باید په دې برخه کې اساسي اقدامات وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع