کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦) : د ډيورنډ پولې پورې غاړه د بلوچستان په کويـټه ښار کې د عيسويانو پر يوه کليسا ځانمرګي بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو ويلي،دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د کويټې ښار پر زرغون سړک رامنځته شوې ده.
عيني شاهدانو ويلي، عيسويان نن د يکشنبې په ورځ په کليسا کې پر ځانګړيو دعائيه مراسمو بوخت وو چې دوو بريدګرو پرې بريد وکړ.
دوى ويلي، ساتونکو يو بريدګر په دروازه کې وژلى، دويم يې دننه ننوتلى او بيا يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د کويټې ښار د پوليسو مشر عبدالرزاق رسنيو ته ويلي، د بريدګرو شمېر څلور تنه وو، دوه يې وژل شوي او دوه نور يې په تېښته بريالي شوي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د بريد پر مهال په کليسا کې ٤٠٠ کسانو شتون درلود چې که بريدګر مخکې تللى واى، نو ډېره مرګ ژوبله به يې اړولې وه.
په کويټه ښار کې د ملکي روغتون سرچينو ويلي چې دوى ته له يادې پېښې ٨ جسدونه او ٤٤ ټپيان راوړل شوي چې د نهو تنو روغتيايي حالت داندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.